د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل امریکايي سیال مارکو روبیو سره د اوکراین د سولې په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ويلي چې په دې ټلیفوني خبرو کې دواړو لوریو د سولې لپاره د مستقیمو خبرو اترو د نوي پړاو د پیل په اړه بحثونه کړي دي.
سرچینه زیاتوي، چې لاوروف او روبیو د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر منځ د شويو پخوانیو تړونونو په اړه هم خبرې اترې کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې سرګي لاوروف تر دې وړاندې ویلي وو، مسکو چمتو دی چې د جون په دویمه نېټه په استانبول کې د دوامداره سولې د هوکړې لپاره د خبرو اترو نوی پړاو پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان میلادي کال د مې میاشتې په ۱۶مه نېټه، په ترکیه کې د اوکراین او روسیې استازو تر منځ د مستقیمو خبرو لومړی پړاو بې پایلې پای ته ورسېد.