د پاکستان او ازبکستان ځانګړو استازو د سوداګرۍ په ګډون له افغانستان سره د دواړو هېوادونو د اړیکو او همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې له خپل ازبکستاني سیال عصمتالله ارگاشیف سره یې د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.
محمد صادق زیاته کړې، چې په دې ویډیو کنفرانس کې د ازبکستان-افغانستان-پاکستان د اورګاډي د پټلۍ پروژې په اړه بحث وشو او دواړو خواوو دا پروژه د افغانستان د پراختیا او د سیمې پرمختګ لپاره مهمه وبلله.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې شوې دي.
خو د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري د اسلاماباد له خوا د ټرانزیتي لارو بندېدو له کبله د پام وړ کمه شوې ده.