د رياست الوزرا اقتصادي معاونیت په يوه خبر پاڼه کې ويلي دي چې تېرو سه د پاسه دوو مياشتو موده کې هېواد کې د برېښنا سکټور به برخه کې ۸ ميليارده او ۲۰۰ ميليونه افغانۍ پانګونه شوې ده.
سرچينې ويلي، دغه پانګونه د هېواد په شپږو ولايتونو کې شوې ده.
خبر پاڼه زياتوي، په ياده پانګونه کې بلخ کې ۴۰ مېګاواټه لمريزه برېښنا، هرات کې پنځه مېګاواټه لمريزه ۴۳.۲ مېګاواټه بادي، لغمان کې ۱۰ مېګاواټه لمريزه، ننګرهار کې ۴۰ مېګاواټه لمريزه، د کندهار بریښنا سب سټیشن جوړول، د زابل برېښنا سب سټېشن جوړول او نور شامل دي.
وړاندې ليکل شوي، د يادې برېښنا اندازه تر ۱۳۸.۴۵ مېګاواټه پورې رسيږي چې سل زره کورنۍ او صنعتي فابريکې به ترې ګټه پورته کړي.
د يادونې ده چې برېښنا شرکت ويلي، لا هم هڅه کوي هېواد کې د برېښنا برخه کې د نورې پانګونې زمينه هم برابره کړي.