خبرونه

ټرمپ د خپلو پلویانو په اړه د بایډ خبرې شرمناکې بللي

د امریکا راتلونکو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ د بایډن هغه څرګندونې چې دده پلویان یې کثافات بللي وو، شرمناکې بللې دي.  ډونالډ ټرمپ د بایډن له هغه څرګندونو وروسته چې د نوموړي پلویان یې کثافاتو سره مشابې کړي وو، د کثافاتو یو موټر ته پورته شوی او و...

په ایران کې پر افغان کډوالو د ډزو مالومات خپاره شول

سرپرست حکومت په ایران کې د وژل شویو افغان کډوالو د پېښې د څېړونکي پلاوي پایلې شریکې کړې.  د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ایران او پاکستان پر پوله کلګان دره کې پر افغان کډوالو ډزې او چاودنې شوي چې په پایله...

ترکي شرکت د ۲۰۰ ميګاواټه برېښنا پر تولید پانګونه کوي

۷۷ ترکي شرکت غواړي چې په هرات کې د ۲۰۰ مېګاواټه بادي برېښنا په برخه کې پانګونه وکړي.    د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی چې د ۷۷ نومي ترکي شرکت رئیس سلیمان جيلیو د یاد وزارت له سرپرست ملا عبداللطیف منصور سره په لېدنه کې د کجکي بند د دویم ف...

کندهار کې څه کم ۱۳۰ قلمه تاریخي اثار نېول شوي

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست خبر ورکړی، چې د احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډګر کارکوونکو لخوا په دې هوايي ډګر کې ۱۲۶ عدده پخوانۍ سکې او یو تبرزین نېول شوی دی.    دغه ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې لېکلي، چې دا تاریخي اثار له یاد هوايي ډګر...

د اسرائیل او لبنان کړکېچ؛ بایډن اسرائیلو ته خپل سلاکاران استوي

د امریکا د ولسمشر جوبایډن دوه مهم سلاکاران اسرائیلو ته د اسرائیل او حز بالله ډلې تر منځ د جنګ د پای ته رسېدو په پار سفر کوي.    اکسیوس خبر ورکړی، چې د بایډن دوه مهم سلاکاران اموس هوخشټاین او برټ مک ګورک به په دې سفر کې د دواړو لورو تر منځ...

شکیب: له افعانستان پاکستان ته د خطر اجازه نه ورکوو

په پاکستان کې د افغانستان سفیر  ویلي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي څو د افغانستان له خاورې دې پاکستان ته خطر پېښ کړي.  ‏مولوی سردار احمد شکیب د افغانستان، پاکستان او مرکزي اسیا د اقتصادي اړیکو د پياوړتیا په کنفرانس کې زیاته کړې، چې افغانست...

عراقچي: پر اسرائیلو دې بندیز ولګول شي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له امنیت شورا نه غوښتي څو پر اسرائیلو دې بندیز ولګوي. عباس عراقچي په تهران کې د بهرنیو هېوادونو د استازولیو له سفیرانو سره په لېدنه کې ویلي چې امنیت شورا باید پر اسرائیلو بندیز ولګوي. هغه زیاتوي چې اسرائیل په غزه او لبنان...

المان د ایران سفیر احضار کړی

المان د جمشید شارمهد د اعدام له امله د ایران سفیر احضار کړی او له ایران یې خپل سفیر المان ته غوښتی دی.    د ایسنا ایرانۍ رسنۍ د خبر له مخې شارمهد ایراني الاصله المانی او د تندر په نوم د یوې ډلې له مهمو غړو ؤ.    د المان د بهرن...

جوزجان کې د سمېنټو لویه فابریکه جوړېږي

د کانونو او پټرولیو وزارت او د ۷۷ ترکي شرکت تر منځ د سمېنټو د لویې فابرېکې د جوړولو تړون لاسلیک شوی دی. ارګ پر خپله ایکس پاڼه په یوه خپره کړي خبرپاڼه کې خبر ورکړی، چې ټاکل شوې د جوزجان په یتیم تاق سیمه کې د ۷۷ نومي ترکي شرکت لخوا د سمېنټو یوه لویه ف...

لوګر کې ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د لوګر ولایت مقام مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی، چې په یاد ولایت کي د د دوو ترافیکې پېښو له امله څلور کسان وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.    د یاد ولایت د والي ویاند صدیق احمد صدیقي سمسور نیوز ته ویلي، چې دا پېښي یوه په مرکز، بله په برکي برک ا...