چښلي مي د خاورو په جامونو كي اوبه
خوښيږي مي په ټولو نعمتونو كي اوبه
تا ونيولم له لاسه زه پر حال د ډوبېدو وم
تعبير يې راكه وينم په خوبونو كي او به
جوړه به د جانان سره کړم لاس په دُعا پورته
هلمنده تل دي غواړمه سيندونو کي اوبه
د تورو زلفو سيوري كي دي مخ داسي معلوم سو
كټ مټ لكه په تورو تورو غرونو كي اوبه
بېلتو ن غماز هجران رقيب هيڅ نه راته ښكارېږي
زړګى مي سو د يار په ستمونو كي اوبه
اشنا د هجرشپو كي ديدن راوړى تر پردېسه
قسمت راته پيدا كړې په اورونو كي اوبه
۲۹\۱۰\۱۳۸۴