زه يې ديدن ته وم راغلى د مودو نه وروسته
جانان مي داسي راته وويل د سلګو نه وروسته
د زړه پر کور مي باچاهي اوس د ارمان چليږي
د وران د ظلم پکښې تېر سو اُميدو نه وروسته
زما ګناه نه ده اى خلکو ملامت نه يمه
ګلاب د هر سړي خوښيږي د خوشبو نه وروسته
وخته چي څومره دي زموږ په زړونو لوبي وکړې
خو بيا هم شمعه پتنګ غواړي د لمبو نه وروسته
که د غرور سر عاجزۍ ته ټيټ سو څه پروا کړي
د کبر جام لري ارمان نسکوريدو نه وروسته
جانانه ستا پښتنو سترګو نوى رنګ پيدا کى
چي دي پردېس کړمه قبول د قسمو نه وروسته
٣\٣\١٣٨٦