كله وي زيات اوكله كم دى ما قرار نه پرېږدي
پوهيږم نه چي د چا غم دى ما قرار نه پرېږي
ډېر وفادار دى رسوي به مي تر قبره پوري
زما د عمر سره سم دى ما قرار نه پرېږدي
د زخمي زړه په پرهرونوكي مي څه لټوي
شيندي پرې مالګه كه ملهم دى ما قرار نه پرېږدي
زه خو پښتون يم د ميلمه غم درناوي كومه
افسوس چي ده كړى قسم دى ما قرار نه پرېږي دي
نن مي په خيال كي تصوير وليد ومي نه پيژندى
ويل د پردېس څنګه قلم دى ما قرار نه پرېږ دي
۲۶\۴\۱۳۸۵