زړګيه نور اشنا موندلاى نه سې
راغى بېلتون ترې خلاصيدلاى نه سې
د ديدنونو وروسته ورك سو جانان
د ژړا وروسته يې هيرولاى نه سې
زړګيه قدر دي سو كم تر اغزي
د ګل په څنګ كي دريدلاى نه سې
بس دى خوبونو كي مي مه زو روه
ياره په ويښه چي راتللاى نه سې
د زړه محل كي دي عزت ليدلى
د اشنا غمه ستنيدلاى نه سې
زه به دي هير نه كړم په ټوله ژوندكي
دا ته مي ولي يادولاى نه سې
پردېسه مځكه باندي كښېږده قلم
تصوير د ښكلي جوړولاى نه سې
۳۰\۸\۱۳۸۴