زړه مي پوهيدلى د جانان خبري نه غواړي
بس دى بس دى نوري د ارمان خبري نه غواړي
ګل چي د بهار مو سم كي پاڼي پاڼي ولوېږي
هغه د بلبل او د باغوان خبري نه غواړي
زړه خو مي د يار ډېرو وعدو اوس صبر كړى دى
سترګي هم د اوښكو د باران خبري نه غواړي
زه د سر نه تيروم كه اشنا مي وفا كړې واى
چا ويل چي پردېس به د تاوان خبر ي نه غواړي
۱۶\۷\۱۳۸۴