عبث دي ياره پر سرو شونډو بهانه پيدا کړه
مه راځه خير دى ما د صبر خزانه پيدا کړه
پروا مي نسته که په مينه کي مي خپل پردي سول
د ژوند ملګري مي غمونه بيګانه پيدا کړه
دا به وي ستا د هيريدو زېرى زما لپاره
دا فاصله چي مو تر منځه بېلتانه پيدا کړه
ما ملامت و ګڼه هلته بې وفا دلبره
که خپل ټګۍ کي دي سپيڅلې نښانه پيدا کړه
د ناز څپيړه دي پر مخ ورکړه چي تلې پردېسه
د اشنا اوښکو ولي لار د ګريوانه پيدا کړه
٢٨\۴\١٣٨۶