د کابل ګلونه

2020-09-21

د اور په سرو لمبو سوزېږي د کابل ګـــــــــــــــــــلونه
د پسرلي په وخت رژېږي د کابل ګلــــــــــــــــــــــــــونه

راغله بې وخته پرې سيلۍ د څه نا ترسه خــــــــــزان
داسې چې مړاوي مړاوي کېږي د کابل ګلـــــــــــــونه

بلبله خواره ته په څه ځوړند وزری ښــــــــــــــــکارې
د چا اوربل ته نه رسېږي د کابـــــــــل ګــــــــــــــــلونه

د وينو رنګ د وينو بوې به په کــــــــې خود پروت وي
چې په سرو وينو راټوکېږي د کابــــــــــــل ګلــــــــــونه

دا د مالي له لاسه شوي ناپرسانه ښـــــــــــــــــــاره
نن چې وړيا تا کې خرڅېږي د کابــــــــــــل ګلــــــونه

څوک څه خبر دي په دې وخت زما د زړه لــــــــه اوره
چې ورته ګورم تالا کیږي د کابــــــــــــل ګلـــــــــــونه

دا خو ډيوې څه په مزار د شهيدانــــــــــو نـــــــــــــــه دي
د زړه د اور په تاو بلیږي د کابـــــــــــل ګلـــــــــــــــــــونه

را ورېدلي پرې د چا د ماتم اوښـــــــــکې نــــــــــه دي
په خپلو اوښکو کې لمبېږي د کابــــــــــل ګلـــــــــــونه

ماته زما د زړه ټوټه ده هـــــــــــــــــره پاڼــــــــــه د ګل
تاته به څه رنګه ښکارېږي د کابــــــــــــــــــل ګلـــــــونه

چې پټوي په مړاوو پاڼو کې خپل زېړ مخـــــــــــــــونه
دا خو په ځان پورې شرمیږي د کابل ګلـــــــــــــــــونه

ماته صفت څله کوې ته د جهان د ګلـــــــــــــــــــــــــــو
خدايږو چې ډير ډېر مې يادېږي د کابل ګلــــــــــــــــونه

هغه زما د مينتوب د يـــــــــــــــــــــــــــــــارانې ريباران
کله زما ځنې هېريږي د کابل ګلـــــــــــــــــــــــــــــــــونه

حافظ)) به نه وي که بيا راشي پسرلــــــــــی د ژوندون))
بويه چې بيا پرې وغوړېږي د کابل ګــــــــــــــــــــــــلونه