غزل

2020-09-21

 نه ما درکړې نه تا راته راکولې ائينې

مونږ څه وکړل خو ماتې مو کړې ټولې ائينې

د هيچا زړه اوس نه غواړې چې تانه شي بهر
په داسې غم دې واړولو شولې ائینې

زما لفظونه خپله کړي زما ترجماني 
زه غلى يم خو شولې غزل بولې ائینې

د جنګ په نغارو کې دې اوس خلک یادوي
د امن په سندرو کې سنبولې ائنې

زره زره وجود به پکې بیا هم ښکارېدو
که هر څو مې یو ځای ته کړې راټولې ائینې

اتله! خدایزده دا خلک په سترګو شول ړانده 
که ورکې مو وطن کې شوې د سولې ائینې