لمر نه يم، سپوږمۍ نه يم، اسمان سره نږدې نه يم
زه د دغې ځمکې د ښايست حصه په دې نه يم
ښه ده چې د ظلم په بنياد باندې ژوند نه کوم
ښه ده چې د ګل غوندې ازغو ته په سجدې نه يم
پام کوه چې ما د جنګ لپاره استعمال نه کړې
زه خو ګرانه ستا په لاس کې غشی د ليندې نه يم
لا خو د غزل ارته سينه کې مزل پاتې دی
لا خو راتېر شوی د ژوندون له تجربې نه يم
خامخاچې وژني پتنګان د خپل ښايست په اور
دومره هم پلوی د رڼا د عقيدې نه يم