نه یې په توره نه په زغرو باندې وخوړله
یو چا دنیا تش په خبرو باندې وخوړله
ما درته نه ویل چې مینه کوه جنګ مه کوه
ماتې دې بیا هم په لښکرو باندې وخوړله
ما د مذهب په دایره کې انسانیت وپاله
ما صدقه نن په کافرو باندې وخوړله
نه به له چا نه اوس ډاریږي نه به چف پاتې وي
داسې دوا مې په ملګرو باندې وخوړله
د خپلې خاورې ټول ګبین یې کړلو چور او تالان
خپله ابۍ دې په بمبرو باندې وخوړله
اتله زه د نورو خلکو نه وم ډیر محتلف
ځپله پېسه مې په سندرو باندې وخوړله