غزل

2020-09-21

زمونږ د کلي روايت څومره ودان پاتې دے
دهقان هم هغسې دے خان پکې لا خان پاتې دے

بهر عکسونه راوتلي تماشې مو کوي
او په هیندارو کې له هر چانه خپل ځان پاتې دے

لا د وختونو په ليندو کې غشي ختم نه دي
لا خو زمونږه د سرونو امتحان پاتې دے

څومره پراخه شوه دنيا دې مشيني دور کې
څومره راتنګه شوه انسان پکې حېران پاتې دے

نور د قيامت او د محشر په منځ کې څه پاتې شو
ځمکه خو ولړزيده بس خو يو اسمان پاتې دے

اتله! ژوند له ډېرو ډېرو مرحلو نه تېر شو
خودې وحشي ځنګل کې اوس هم لا انسان پاتې دے