ونې بوټې رقص کوي مستي رارسېدلې ده
آن تر ځنګلونو موسیقي رارسېدلې ده
هله قیامت شو له قبرونو نه راووځئ
پاڅئ کنه بيرته زندګي رارسېدلې ده
څوک به دنیادار وي څوک به ناست د ښکلو خوا کې وي
ماته خپله برخه شاعري رارسېدلې ده
زه د خاموشۍ ټولو رمزونو نه خوند اخلمه
نن خو مې کوټې ته تنهايي رارسېدلې ده
زر ده چې لاسونه ترينه تاو کړمه او ښکل يی کړم
ځمکې ته سپوګمۍ تر نيمايي رارسېدلې ده
اوس شاید په ډاګه کړم هغه پټې کیسې د ژوند
اوس خو مې رګ رګ ته بې خودي رارسېدلې ده