کاینات نه، خو زمانې پکې بدلې شولې
د ډیرو خلــکو رویې پـکې بدلـې شولې
های های بازاره د شیدا کتاب ګردونو کې پټ
د نام نهادو کتابچې پکې بدلې شولې
دا زما خپل نصیب چې عکس مې ښایسته نه راځي
که نه نو ډېرې زاویې پکې بدلې شولې
اوس هم هغه مېله هفته په هفته لږي پکې
ډیرې کیسې او تماشې پکې بدلې شولې
اوف هو زما د ذوق غزل ورنه بیا هم جوړ نه شو
که ډیر لفظونه او مصرې پکې بدلې شولې
اتله خلک پېشني شول خو ذهنونه زاړه
ښار هم هغه دی خو کوڅې پکې بدلې شولې