بــدرنګې زمــانې ته به ښـکلا ورکوې ته
زما د وجود خاورې ته به ساه ورکوې ته
زاړه فکرونه خاورې کړې او نوي را زرغون
چی کله هـم تکمیل ته اِبتدا ورکـوې تـــه،
تر څو به خپل ضمیر ته ملامته وی اشنا؟
تر څو به دې درنو پېټو ته شا ورکوې ته
ما جوړ کړل د وجود دننه ځمکه او اسمان
خو دې ته به تر منځه اوس خلا ورکوې ته
اخر به دا ټپ شوى کتاب خلاص کړي زمانه
اخــر بــه مــې لــفظونو تــه معنا ورکوې ته