غزل

2020-09-21

مخ ته یې ګردونو نه هینداره صفا کړې ده
هر سړي د ځان لپاره لاره صفا کړې ده

دا چې پکې سپینې سپینې اوښکې را روانې دي
دا خو مې د سترګو چینه یاره صفا کړې ده

ما ورته غصه کې څومره ډیر لوښي مات کړي وه
بیرته یې کمره ځما لپاره صفا کړې ده

اوس دې لیواني ورباندې خلاصه تڼۍ ځي راځي
لاره مې له دښتې نه تر ښاره صفا کړې ده

اوس مې د وجود سیوري ماتیږي را ماتیږي نه 
اوس مې د وجود سیوري نه باره صفا کړې ده

ما د زړه نه ټولې بدرنګیانې را ویستلې دي 
دغه حوېلۍ مې له غباره صفا کړې ده