د بد نصیب سړي تقدیره، په تا ډیر خفه یم
زما په پښو کې پورت زنځیره، په تا ډیر خفه یم
بندو ورنو ته ودریږې تش لاسونه راځې
وه د خالي کچکول فقیره، په تا ډیر خفه یم
هغې چې غاړه راکوله زه راویښ ولې شوم
یه د نیمګړي خوب تعبیره، په تا ډیر خفه یم
زه چې به تنګ شوم نو په تا به مې تندی وواهه
زما د ړنګې کوټې تیره، په تا ډیر خفه یم
وخت ستمګر درته په هغو سترګو نه ګوري اوس
ځالې دې ونیوې تصویره، په تا ډیر خفه یم
اوس چې د دم دعا نه پریوتې هر چا هیر کړلې
د خود پرستو خلکو پیره، په تا ډیر خفه یم
د اتل سترګې دې په ډیرو حادثو پټې کړې
هیڅ دې ونه ویل ضمیره، په تا ډیر خفه یم