مړ به شم اشنا په سمندر کې لاهو شوی یم
زه چې ستا د سترګو په نظر کې لاهو شوی یم
بیا د یو دوزخ لمبو ته ناست یم فکر وړی یم
بیا د یو جنت په تصور کې لاهو شوی یم
ته راپسې اوس لامبو وهې بېړه دې غرقه شه
زه خو لا پخوا د سیند په سر کې لاهو شوی یم
ګورم یو تصویر ته خو بیخي پکې غرق شوی یم
داسې یو عجبه شان منظر کې لاهو شوی یم
ټوله زندګي مې د یو چا په لیدو داو کړله
نن د یوه کلي په ګودر کې لاهو شوی یم
شپه او ورځ تاوېږمه په ستړو ګردابونو کې
کله په سپوږمۍ کله په لمر کې لاهو شوی یم