غزل

2020-09-21

د بدنصیب سړي تقدیره، په تا ډیر خفه یم
زما په پښو کې پروت زنځیره، په تا ډیر خفه یم

بندو ورنو ته ودریږې تشې لپې راځې
وه د خالي کچکول فقیره، په تا ډیر خفه یم

هغې چې غاړه راکوله نو راویښ ولې شوم 
یه د نیمګړي خوب تعبیره، په تا ډیر خفه یم

زه چې به تنګ شوم نو په تا به مې تندی وواهه
زما د ړنګې کوټې تیره، په تا ډیر خفه یم

وخت ستمګر درته په هغو سترګو نه ګوري اوس 
ځالې دې ونیوې تصویره، په تا ډیر خفه یم

اوس چې د دم دعا نه پریوتې هر چا هیر کړلې
د خود پرستو خلکو پیره، په تا ډیر خفه یم

اتله سترګې دې په ډیرو حادثو پټې کړې 
هیڅ دې ونه ویل ضمیره، په تا ډیر خفه یم