چې په شا ځي، په داسې سر، صفونه نه ډکوو
مونږ په بې ننګو د لښکر صفونه نه ډکوو
بویه چې بیا مو مقدر دي هم دا تورې تیارې
چې د رڼــا د پیغمــبر صـــفونه نــه ډکــوو
اورو به نه د نفرتونو او د جنګ خبرې
د خپله لاسه به د شر صفونه نه ډکوو
بیا خو پکار ده چې ملګري له حسین سره شو
که د یزید او د شمر صفونه نه ډکوو
د ژوند په هر یوه ډګر کې به بايللي یو مونږ
چې په نړۍ کې د هنر صفونه نه ډکوو
ټول پښتانه په مغل خېلو کې تقسیم شو سره
خو د خوشال خان د نظر صفونه نه ډکوو