غزل

2020-09-21

ستوري به ستا شي خو چې يو ځل اسمان وپيژنې
خپل شناحت به راپيدا کړې چې ځان وپيژنې

بيا به انسان له پريښتو نه مقدس وګڼې
وه مسلمانه که مذهب او قران وپيژنې

ستا شته ارزښت به هم له خاورو سره خاورې شي بيا
يه ليونيه که ته تار او ګروان وپيژنې

کلي ته راشه چې د مینې په رنګونو پوه شې
په ښاریه کې به پېسه او دکان وپیژنې

که مجبور هم نه وې خو لاس ورته وروغځوه 
ته به پخپله د دې دور ياران وپيژنې

ساده سړیه دومره هم خوش باوري مه کوه
اتله خدای که د لستوڼي ماران وپېژنې