په کابل کې د قطر سفارت شارژدافیر مردف القاشوطي وايي چې هېواد یې چمتو دی، څو له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو په پراختیا کې مثبت رول ولوبوي.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رئیس ضیاءاحمد تکل په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې القاشوطي د دې وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره کتلي دي.
د تکل په وینا، په دې کتنه کې دواړو خواوو د افغانستان او قطر پر دوو اړخیزو اړیکو، د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې پر لوړولو او سیمهییزو مسایلو خبرې کړې دي.
تکل زیاتوي چې په دې کتنه کې امیر خان متقي له قطر سره د سرپرست حکومت اړيکې مهمې بللې او په ګڼو نړيوالو فورمونو کې يې د قطر د ملاتړ ستاينه کړې ده.
قطر چې له سرپرست حکومت سره ښې اړیکې لري، په تېرو څو کلونو کې یې د افغانستان په تړاو د څو نړیوالو غونډه کوربهتوب کړی دی.