د کندهار په ۶ ولسوالیو کې جګړه روانه ده

د کندهار په ۶ ولسوالیو کې جګړه روانه ده


  • 4 کاله دمخه (14/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1272

د ولسي جرګې غړي وایي چې د کندهار په شپږو ولسوالیو کې جګړه روانه ده.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي ددې ولایت په شپږو ولسوالیو کې د جګړو شدت د اندېښنې وړ ګڼي.

دوی وایي چې تېره ورځ ارغنداب ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو هوايي برید کې د ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۱۱ غړي وژل شوي خو د حکومت په کچه یې هیچا پوښتنه نه ده کړې.

په ورته مهال د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې غونډه کې د بودجې او مالي چارو کمېسیون د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې طرح کې پر ۹۱ کوډ د تعزیراتو وضع کېدو څخه خبر ورکړ خو ځینې نور وکیلان په بندرونو کې د تیلو د کیفیت ارزونې قراردادي شرکت ټي سي ار سي TCRC سره د ملي تدارکاتو ادارې له خوا شوی قرارداد د قانون خلاف ګڼي ځکه دا شرکت له وړاندې لویې څارنوالۍ ته معرفی شوی و.