سویل ختیځو ولایتونو کې د فلج ۶ تازه پیښې ثبت شوي

سویل ختیځو ولایتونو کې د فلج ۶ تازه پیښې ثبت شوي


  • 3 کاله دمخه (22/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1382

 

د هیواد په سویل ختیځ کې روغتیایي چارواکي وایي چې په دغو ولایتونو کې د ماشومانو د فلج ۶ پیښې ثبت شوي.

چارواکي وایي د ثبت شویو پیښو له ډلې پنځه هغه یې په خوست ولایت کې دي او یو بله پیښه په پکتیکا ولایت کې.

روغتیايي چارواکي ددغو پیښو د ثبتیدو په تړاو اندیښنه څرګنده کړې او وایي چې د عامې روغتیا وزارت او یادو ولایتونو له چارواکو سره په اړیکه کې دي څو ددغو پیښو د زیاتیدو مخه ونیول شي.

د یادونې وړ ده چې په پکتیا کې د فلج وروستۍ پیښه په ۲۰۱۳ کال کې ثبت شوې وه.