هلمند کې طالب قومندان" الغازي" په ګډون ۹ طالبان وژل شوي.

هلمند کې طالب قومندان" الغازي" په ګډون ۹ طالبان وژل شوي.


  • 3 کاله دمخه (18/05/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1336

افغان ځواکونو  نن غرمه مهال د هلمند ولایت اړوند نهرالسراج ولسوالي په مربوطاتو کې پر طالبانو هوایي برید ترسره کړی، چې په ترڅ کې یې د یادې ډلې د اخاذې مسؤل «رحمت الله مشهور په الغازي» له ۹ طالبانو سره یو ځای وژل شوی دی.

د ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې الغازي د ۶۰۱ نمبر شاهراه په لويه لاره د اخاذۍ، تروريستي حملو او د طالبانو د موټر بم بریدونو مسؤل و، چې په تېرو څو میاشتو کې یې ۴ موټر بم بریدونه هم ترسره کړي وو.

طالبانو لاهم  په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.