بایډن: اجازه نه ورکوي، چې پوتین بشري حقونه نقض کړي.

بایډن: اجازه نه ورکوي، چې پوتین بشري حقونه نقض کړي.


  • 3 کاله دمخه (31/05/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1279

امریکا ویلي، اجازه نه ورکوي، چې روسیه د بشري حقونو نقض ته دوام ورکړي. 

د امریکا ولسمشر جو بايډن په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، دی به په راتلوونکو دوو اوونیو کې له ویلادیمیر پوتین سره وګوري او دا به ورته واضح کړي، چې د بشري حقونو د نقض اجازه نه ورکوي.

بایډن همدا راز زیاته کړې، په سیمه په تېره په منځني ختیځ کې د روانو ناندریو په اړه به هم له روسیې سره خبرې وکړي او یاد هېواد به د جنجالونو له جوړولو را وګرځوي.

امریکا ویلي، دوی له روسیې سره د ښو اړیکو غوښتوونکي دي، خو د دې چارې لپاره خپل شرایط لري. 

مسکو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

باید یاده شي، چې جو بایډن تر دې وړاندې هم د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین په اړه سختې څرګندونې کړې وې او نوموړی یې یو قاتل بلل وو، چې روسیې ورته سخت غبرګون ښودلی وو.