دره نور ولسوالۍ ته د سیلانیانو ورتګ زیات شوی

دره نور ولسوالۍ ته د سیلانیانو ورتګ زیات شوی


  • 3 کاله دمخه (09/06/2021)
  • کامران احمدزي
  • 1428

د ننګرهار په ختیځ کې پرته ولسوالۍ دره نور؛ هغه، چې له نوم سره یې د سړي ذهن ته شنې ونې، ښېرازه سیمې او زړه راښکوونکی طبیعت راځي.

دا ولسوالۍ د مرکز جلال اباد ښار شمال لورته په ۲۵ کیلو مترۍ کې پرته ده، چې د خپل ښېرازه طبیعت له کبله یې د سیلانیانو د ورتګ کچه لوړه کړې ده.

د یادې ولسوالۍ هوا په ژمي کې نسبت یخه؛ خو په اوړي کې بیا د ژوند د اوسېدو لپاره خورا په زړه پورې دې.

ګورګورې د یادې ولسوالۍ هغه میوه ده، چې په نړیواله کچه یې هم نوم ګټلی.

اوس باور دا دی، چې که د ننګرهار ولایت چارواکي یادې ولسوالۍ ته توجه زیاته کړي؛ نو ښایي د افغانستان یو له سیاحتي سیمو څخه به وشمېرل شي.