په ټیسټ کرکټ کې له ۲۰۱۰ کال راهیسې چا په یوه لوبه کې زیاتې منډې جوړې کړي دي؟ په اړه یې معلومات ولولئ
په دې نوملړ کې کریس ګېل ۲۰۱۰ کال کې په یوه لوبه کې ۳۳۳ منډې جوړې کړې وې.
په ۲۰۱۱ کال کې الیسټر کوک بیا په یوه لوبه کې ۲۹۴ لوړې منډې جوړې کړې.
۲۰۱۲ کال کې بیا مایکل کلارک په یوه لوبه کې ۳۲۹ لوړې منډې جوړې کړې وې. ۲۰۱۳ کال کې بیا سمیت ۲۳۴ منډې جوړې کړې وې.
۲۰۱۴ کال کې سریلانکايي کومارا سنګاکارا ۳۱۹ لوړې منډې کړې وې.
راز ټایلر ۲۰۱۵ کال کې ټیسټ کرکټ کې په یوه لوبه کې لوړې ۲۹۰ منډې کړې وې.
په همدې ډول ۲۰۱۶ کال کې کرن نایر ۳۰۳، ۲۰۱۷ کال کې الیسټر کوک ۲۴۴، ۲۰۱۸ کال کې ټیم لیټم ۲۶۴، ۲۰۱۹ کال کې ډیویډ وارنر ۳۳۵، ۲۰۲۰ کال کې کراولي ۲۶۷ او ۲۰۲۱ کال کې بیا کورناراتني ۲۴۴ لوړې منډې جوړې کړې وې.