جنوبي حوزه کې د ملي امنیت ٠٣ قطعې ځانګړو ځواکونو تېره شپه د کندهار ولایت د ژېړۍ ولسوالۍ د سنځري سیمې مربوط د شاه اغا دو راهي په ساحه کې د وسله والو د ځپلو په موخه ځانګړي عملیات ترسره کړي.
ځانګړو ځواکونو د وسله والو طالبانو په مرکزونو بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې د طالبانو د یو مهم قوماندان ادريس مشهور په حاجي خاکسار په ګډون ١٨ وسله وال طالبان وژل شوي دي او ٣ نور ټپيان دي.
په دغه ځانګړو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یوشمېر وسلې، مهمات، چاودېدونکي توکي، پټنځایونه او د اوسېدو خونې هم له منځه تللي دي.
په عملیاتو کې ځانګړو ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.