د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي له فاکس نیوز سره په تازه مرکه کې ویلي، چې د طالبانو وروستي فعالیتونه تر ژور څار لاندې لرو.
کربي زیاته کړې، چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د افغان ځواکونو مسوولیت دی، چې د خپل هېواد ساتنه وکړي او خپل مسوولیت په سم ډول ادا کړي.
جان کربي ویلي، چې د ځواکونو له وتلو وروسته هم له افغانستان سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکوو او امریکا کولای شي، چې له هر ځایه افغان ځواکونو ته مشوره ورکړي.
کربي د ډیری برخې امریکايي ځواکونو د وتلو خبره کړې او ویلي یې دي، چې د سپټمبر تر یوولسمې پورې به پاتې امریکايي ځواکونه هم له افغانستان نه ووځي.