په لوګر کې د ۱.۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۳۷۶ متره اوږد کانال جوړ شو

په لوګر کې د ۱.۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۳۷۶ متره اوږد کانال جوړ شو


  • 3 کاله دمخه (14/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1300

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکي وایي، چې د یاد وزارت لخوا د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د لوګر ولایت د مرکز پل علم په ملنګ الوزي کلي کې د ۱.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۷۶ متره اوږد کانال د جوړیدو چارې بشپړې شوې.

سرچینه وایي ددغه کانال په جوړیدو سره د یادې سیمې ۲۶۰ جریبه کرنیزه ځمکه د اوبه کولو له اسانتیا برخمنه شوه چې ۳۵ کورنۍ ترې ګټه اخلي.

ولسي تړون ملي پروګرام د لوګر په مرکز پل علم کې ۳۳۲ پروژې په بېلا بېلو سکټورونو کې پلې کوي.