شمالي وزيرستان کې د پاکستان پر پوځ ځانمرګی برید شوی

شمالي وزيرستان کې د پاکستان پر پوځ ځانمرګی برید شوی


  • 1 کال دمخه (29/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 634

سمسور نیوز (۸مرغومی۱۴۰۱) د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پر پوځ یو ځل بیا ځانمرګی برید شوی، چې دا په تېرو لسو ورځو کې درېیم ځانمرګی برید بلل کېږي.  

ځایي امنیتيي مسوولینو دغه برید تائید کړی او ویلي یې دي، چې برید تېر ماښام د میر علي د ایپي او کجوري سیمو ترمنځ د پوځیانو پر یوې پوستې شوی و.    

سرچینې ویلي، بریدګر له چاودیدونکو توکو ډک یو موټر د پوځ له پوستې سره جنګولی دی. 

سرچینې زیاته کړې، چې په دې برید کې د لومړیو معلوماتو له مخې، پنځه پوځیان ټپيان شوي دي.   

تر اوسه ددې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخستی؛ خو تر دې مخکې د ورته بریدونو مسوولیت ټي ټي پي منلی وو.