امریکا: طالب مشران باید د خپلو جنګیالیو د جنایتونو مسوولیت ومني

امریکا: طالب مشران باید د خپلو جنګیالیو د جنایتونو مسوولیت ومني


  • 3 کاله دمخه (03/08/2021)
  • 1224

په کابل کې د امریکا سفارت وايي، د طالب جنګیالیو له‌لوري د بشر ضد جنایتونو مسوول د دې ډلې مشران دي او باید د خپلو جنګیالو د جنایتونو مسوولیت ومني. 

دې سفارت پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، "طالبانو د کندهار په سپین بولدک کې ملکي وګړي د غچ اخیستلو په موخه وژلي، چې دا کار د نړیوالو اصولو خلاف یو سخت جرم او جنایت دی." 

سرچینه دغه‌راز لیکي، چې د یادو پېښو څېړنه دې وشي او په دې برخه کې باید ټول مسؤول طالب مشران وبلل‌شي. 

په عین‌حال کې بیا په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر هم په خپلو تازه خبرو کې ویلي، د طالبانو له‌خوا وروستیو بریدونو په ډېرو ولایتونو کې ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اړولې او لسګونه زره کسان یې کډوالۍ ته اړ کړي، چې اوس‌مهال یې ژوند په خورا سخت حالت کې قرار لري.