طالبان: په نږدې راتلونکي کې د نوي حکومت چوکاټ اعلانوو

طالبان: په نږدې راتلونکي کې د نوي حکومت چوکاټ اعلانوو


  • 3 کاله دمخه (21/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1493

رويټرز خبري آژانس د طالبانو د يو مشر له قوله خبر ورکړی، چې تمه ده په نږدې راتلونکو اوونيو کې د دوی له لوري د نوي حکومت چوکاټ اعلان‌شي.

رويټرز نن يو ټويټ کې ليکلي، چې د طالبانو حقوقي، مذهبي او بهرني سياست کارپوهان هوډ لري، په نږدې راتلونکو څو اوونيو کې د نوي حکومت چوکاټ وړاندې کړي.

په همدې حال کې دوحه کې د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر یو طالب پلاوي سره یو ځای پرون ماښام له کندهار څخه پلازمېنې کابل ته راغلی؛ څو ژر له ښکېلو اړخونو سره د روان سیاسي بحران پر سر بحث وکړي.

باید وویل شي، چې تېره یکشنبه د طالبانو تحریک له یو شمېر نورو ولایتونو وروسته پر کابل هم ولکه ټینګه کړه او د ښار امنیت یې په لاس کې واخیست.

د طالبانو تر راتګ وروسته یو شمېر افغانان خپل راتلونکي او د سر خوندیتوب ته خورا اندېښمن دي.

د دوی تر راتګ وروسته دغه‌راز دولتي ادارې وځنډول شوې او خلک له بې‌سرنوشتۍ سره مخ دي، چې دې حالت د خلکو پر کاروبار هم اغېز کړی او هغوی يې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.