روسیې ته د برېټانیا غبرګون: افغانستان کې د هېڅ وسله‌وال غوځښت ملاتړ نه کوو

روسیې ته د برېټانیا غبرګون: افغانستان کې د هېڅ وسله‌وال غوځښت ملاتړ نه کوو


  • 2 کاله دمخه (17/10/2022)
  • Sahil Asad
  • 779

سمسور نیوز (۲۵تله۱۴۰۱) برېټانیا وایي، دوی په افغانستان کې د اوسني حکومت خلاف ډلو ملاتړ نه کوي او په دې اړه د روسیې ولسمشر خبرې سمې نه دي. 

د افغانستان لپاره د برېټانیا سفارت شارژدافیر، هوګو شورتر د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې دوی په افغانستان کې د سیاسي بدلون لپاره د هېڅ وسله‌وال غوځښت ملاتړ نه کوي. 

پوتین تور پورې کړی و، چې امریکا، برېټانیا او یو شمېر نور لویدیځ هېوادونه افغانستان کې د ا.ا ضد وسله والو ډلو ملاتړ کوي او د منځنۍ آسیا هېوادونو پر پولو یې بریدونو ته هڅوي.

خو د برېټانیا شارژدافیر ویلي، چې په دې اړه د پوتین اطلاعات غلط دي.