سمسور نیوز (۳لړم۱۴۰۱) د احصایې او معلوماتو ملي ادارې سرپرست فقیرمحمد زیار په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې له برېښنایي پېژند پاڼو یې د کورنیو چارو وزارت نوم لرې او پرځای یې د احصایې او معلوماتو ادارې نوم وراضافه کړی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې اوسمهال په ټول هېواد کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر په عادي توګه روان دی.
د هغه په خبره، دا مهال په کابل او ۳۳ ولایتونو کې یې د برېښنايي پېژند پاڼو ۱۵ مرکزونه فعال دي، چې تر دې دمه یې خلکو ته ۸.۲ میلیونه پېژپاڼې وېشلي دي.