سمسور نیوز (۸وری۱۴۰۲) د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په یوه سفر متحده عربي اماراتو ته تللی.
نوموړي په دوبۍ کې ا، ا ته د افغانستان د تازه سپارل شوې کونسلګرۍ له مسؤلینو سره په کتنه کې ویلي، چې افغانستان له ټولې نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
هغه زیاته کړې، د پرمختللي او باثباته افغانستان لپاره دې ا،ا سره تعامل وشي.
نوموړي همداشان ویلي، امریکا ته یې ویلي، چې راشي او په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانېزي او په خبره یې دوی یې امنیت نیسي.
هغه په امریکا تور پورې کړی، چې له ا،ا سره خپلې کړې ژمنې یې ماتې کړې دي.
عباس ستانکزي یو وار بیا د نجونو پر زده کړو ټینګار کړی دی او ویلي دي، چې زدهکړه پر نر او ښځه فرض ده او د هیچا پر مخ د زده کړو دروازې باید ونه تړل شي.