د شمالي وزیرستان په «سپین وام» سیمه کې د پاکستاني پوځیانو او وسلهوالو ترمنځ نښته کې درې افسران وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په دې نښته کې یو وسلهوال وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.
که څه هم تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی؛ خو هلته وخت ناوخت ورته بریدونه د پاکستان تحریک طالبان ډله یا «ټي ټي پي» کوي.