متقي: جمهوریت د ډالرو په باران کې حتی یو معیاري روغتون هم جوړ نه‌کړ

متقي: جمهوریت د ډالرو په باران کې حتی یو معیاري روغتون هم جوړ نه‌کړ


  • 1 کال دمخه (15/08/2023)
  • سمسور نیوز
  • 500

‏د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په افغانستان کې د «اسلامي امارت د واکمنۍ د دوه کلنۍ په نمانغونډه» کې ویلي، له هغه افغانستان سره چې اوس ځواکمن نظام او پوځي ځواک لري، باید تعامل وشي.  

ښاغلي متقي په دغو مراسمو کې د افغانستان د اوسني او تېر حکومت پرتله هم کړې، ښاغلي متقي نیوکه کوي او وايي هغې وخت چې «په افغانستان کې ډالر اورېدل» په هېواد کې حتا یو معیاري روغتون هم جوړ نه شو؛ خو اوس د هېواد بندرونه خلاص دي او له هېوادونو سره په ازادانه توګه سوداګري کېږي.

هغه ټینګار وکړ، چې بانکونه تش، کوڅې او پارکونه په نشه‌يي توکو له روږدو ډګ، هغه بد میراثونه وو چې سرپرست حکومت ته پاتې دي.