دوه شرکتونه کابل کي څه باندي ۲۲ مېګاواټه برېښنا تولیدوي

دوه شرکتونه کابل کي څه باندي ۲۲ مېګاواټه برېښنا تولیدوي


  • 1 کال دمخه (07/12/2023)
  • شریف ولیزاد
  • 448

 

د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ د ۷۷ ترکي ودانیز او زولرستان شرکتونو له خوا د ۲۲،۷۵ مېګاواټه لمریزي برېښنا تولیدولو طرحه تائید سوې ده.

د ریاست الوزرا عمومي دفتر پر ټوېټر لیکلي چي، یاده طرحه نن پنج شنبه د پانګوني بین الوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کي تائید سوې او د منظورۍ له پاره اقتصادي کمېسیون ته استول سوې ده.

په دې غونډه کي همدارنګه د بلخ ولایت مسؤلینو ته دنده ورکړل سوې چي، د ډبرو سکرو د بارولو او خالي کولو له پاره د معیاري ترمینل جوړولو په خاطر مځکه مشخصه او راتلونکي غونډي ته ئې راپور وړاندي کړي.