اسلام اباد: هیله لرو، چې نوی کال افغانستان زمونږ اندېښنو ته ځواب ووایي

اسلام اباد: هیله لرو، چې نوی کال افغانستان زمونږ اندېښنو ته ځواب ووایي


  • 1 کال دمخه (31/12/2023)
  • سمسور نیوز
  • 343

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، اسلام اباد هیله لري، چې په راتلونکي ۲۰۲۴ کال کې سرپرست حکومت د دوی اندېښنې ځواب کړي او د ترورېستي ډلو پر وړاندې اقدام وکړي.

د یاد وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې یو سوله‌ییز او باثباته افغانستان د پاکستان هیله ده.

اغلې بلوچ زیاته کړې، چې هېواد یې تل له افغانستان سره ښې اړیکې غوښتي او هڅه کوي، چې دوه اړخیزې اړیکې په سوداګرۍ برخه کې هم لا پراخې کړي.  

وروسته له هغې، چې په افغانستان کې نوی حکومت واک ته ورسېد؛ پاکستاني چارواکي پر له پسې ډول ادعاوې کوي، چې افغان خاوره د دوی خلاف کارول کېږي.  

د پاکستاني چارواکو په باور، یو شمېر وسله وال په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او له هغه ځایه پر دوی بریدونه کوي.

که څه هم تر اوسه افغان حکومت د پاکستان تازه اندېښنو ته کوم ځواب نه دی ویلی؛ خو تر دې وړاندې یې په افغانستان کې د وسله والو د شتون او د نورو پر ضد د افغان خاورې کارېدو ادعاوې په کلکه رد کړې وې.