ایران کابل کې د افغانستان په اړه سیمه‌ییزه غونډه جوړوي

ایران کابل کې د افغانستان په اړه سیمه‌ییزه غونډه جوړوي


  • 3 مياشتي دمخه (10/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 283

په کابل کې د ایران سفارت په نږدې راتلونکې کې د افغانستان په اړه د سیمې هېوادونو د ځانګړو استازو غونډه جوړوي. 

په افغانستان کې د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په کتنه کې ویلي، تهران د افغانستان له خلکو سره هر اړخیزې همکارۍ او مرستې ته چمتو دی. 

یاد سفارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دې کتنه کې امیر خان متقي د سیمې هېوادونو د ځانګړو استازو د ګډې ناستې کوربه توب ته چمتووالی ښودلی دی.

د دغه سفارت په خبره، په دې کتنه کې ښاغلي متقي د افغانستان په اړه د سیمه ییزې ناستې له جوړېدو هم هرکلی کړی دی.

که څه هم ایران تر دې وړاندې هم د افغانستان په تړاو ناستې وربللي؛ خو دا لومړی ځل دی چې په کابل کې غونډه جوړوي.

ایران د دغې غونډې جوړېدو خبر په داسې حال کې ورکوي چې په وروستو کې ایران د څو خونړیو بریدونو شاهد و.