د قرغیزستان د اقتصاد وزیر: په افغانستان کې پانګونې ته چمتو یوو

د قرغیزستان د اقتصاد وزیر: په افغانستان کې پانګونې ته چمتو یوو


  • 10 مياشتي دمخه (26/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 327

د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر وايي، هېواد یې چمتو دی، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

نوموړي د ریاست الوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې ویلي، دوی چمتو دي چې په افغانستان د سولې او سراسري امنیت له کبله د رامنځته شویو فرصتونو پر اساس د سوداګري په برخه کې ګډ کار وکړي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې مولوي حنفي سوداګرو او پانګه والو ته د هر ډول اسانتياوو ډاډ ورکړی  او د قرغيزستان له سوداګرو يې غوښتل چې په افغانستان کې له رامنځته شوي فرصت څخه په استفادې پانګونه وکړي.

د یادونې ده چې قرغزي پلاوي تېره ورځ د صنعت او سوداګرۍ له سرپرست وزیر سره هم په کتنه کې په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښوودلې ده.