اسرائیل: غزه کې د اوربند لپاره پاریس ته پلاوی استوو

اسرائیل: غزه کې د اوربند لپاره پاریس ته پلاوی استوو


  • 10 مياشتي دمخه (24/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 396

اسراییلو ویلي چې په غزه کې د احتمالي اوربند په تړاو د مصر، قطر او امریکا له استازو سره د خبرو لپاره پاریس ته یو پلاوی استوي.

اسراییل یاد پلاوی وروسته له هغه استوي چې د منځني ختیځ لپاره د امریکا استازي برېت مګورک د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامېن نتنیاهو او د هغه د کابینې له غړو سره خبرې وکړې.

تر دې وړاندې حماس د یوه اوربند او د بندیانو د پرېښودو په تړاو خپل وروستی دریځ مصري چارواکو ته په ډاګه کړی او اسرائیلیانو پاریس ته د پلاوي د استولو پرېکړه په همدې رڼا کې کړې.

د یادونې ده چې د غزې د روغتیا وزارت په خپله تازه اعلامیه کې ویلي چې د الاقصی د طوفان د عملیاتو له پیل راهیسې د اسراییلو په بریدونو کې ۲۹۴۱۰ تنه وژل شوي او ۶۹۴۶۵ تنه زخمیان شوي دي.