له تېرې جمعې راهیسې د افغانستان په ډېریو ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ۳۳ کسان مړه او ۲۷ کسان ټپیان شوي دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند ملا جانان سایق ویلي تر ۶۰۶ پورې کورونه په کُلي او نیمه ډول ویجاړ شوي دي او له ۱۹۵۰ جریبه څخه زیاته کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده.
سایق دغه راز زیاته کړه چې د سېلابونو له امله شاوخوا ۸۵ کیلومټره سړکونه او فرعي لارې هم ویجاړې شوې دي، لږ تر لږه ۲۰۰ څاروي تلف شوي او له ۱۰۰۰ څخه زیاتې کورنۍ زیانمنې شوې دي.