اوچا: تر ۱۲ ميليونه زیات افغان ماشومان بشري مرستو ته اړتيا لري

اوچا: تر ۱۲ ميليونه زیات افغان ماشومان بشري مرستو ته اړتيا لري


  • 8 مياشتي دمخه (28/04/2024)
  • کامران احمدزی
  • 322

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې اداره یا اوچا وایي، روان کال په افغانستان کې د ۱۲،۳ میلیونه ماشومانو په ګډون ۲۳،۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري. 

اوچا تېره ورځ د تېرې مارچ میاشتې راپور خپور کړی دی.

په راپور کې د افغانستان اوسنی بشري وضعیت کړکېچن بلل شوی دی.  

یاد سازمان ویلي، چې دوی د دغه بشري کړکېچ د ختمولو لپاره ۱،۷ ميليارده ډالرو ته اړتيا لري.

په راپور کې راغلي، چې مرسته کوونکو ادارو د دغو اړتياوو ۳۵ سلنه پوره کړې، چې په‌کې ډېره مرسته سوېډن، يونېسف او متحده عربي امارتو کړې ده. 

اوچا همدا راز ویلي، چې د نورو ننګونو سربېره، په هېواد کې وروستیو ورښتونو هم افغانان اغېزمن کړي دي.     

په راپور کې زیاته شوې، چې دغو ورښتونو او  سېلابونو یوازې تېره میاشت ۱۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه او ۵۴۰ کورونه تخریب کړي دي.  

دا په داسې حال کې ده، چې اوچا څو مياشتې مخکې هم خبر ورکړی و، چې په افغانستان کې ۲۳،۷ ميليونه وګړي، چې ۵۲ سلنه يې ښځې او ماشومان دي، بشري مرستو ته اړتيا لري.