ایرانی چارواکی: نور افغان کډوال نه شو منلای

ایرانی چارواکی: نور افغان کډوال نه شو منلای


  • 3 مياشتي دمخه (05/05/2024)
  • سمسور نیوز
  • 306

په ایران کې د کډوالو د ملي ادارې مشر اصغر بلوکیان ویلي، ایران نور د دې وړتیا نه لري، چې نوي افغان کډوال ومني.

هغه له سرپرست حکومت غوښتي، چې د افغان كډوالو د ورستنېدو لپاره د ژوند ټولې اسانتیاوې برابرې كړي. 

د ایرانۍ صدا او سیما رسنۍ د راپور له مخې، اصغر بلوکیان همدا راز پر افغان حکومت غږ کړی، چې په ایران کې له مېشتو افغان کډوالو څخه د افغانستان د ودانولو لپاره کار واخلي.

د نوموړي په خبره، هلته د غیر قانوني افغان کډوالو شتون اسناد لروونکو کډوالو ته هم ستوزې جوړې کړې او دوی ورته رسېدنه نه شي کولای. 

په ایران کې د کډوالو د ملي ادارې مشر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې یاد هېواد هره اوونۍ زرګونه افغان کډوال نیسي او افغانستان ته یې ستنوي.   

ایران د افغان کډوالو د منلو په برخه کې له نړیوالو په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو مرستې ترلاسه کوي. 

ایراني چارواکي وايي، دغه مرستې بسنه نه کوي.